Share this link via
Personality Websites!
کومو چې د تيريدونکو د جامو د ګنده کيدو انديښنه وي، د دې نه دې هم ځان وساتلے شي * لرے او د څاروي کولـمې، د خِيټې نه وتلے ګند وغيره دې هم داسې پۀ کوڅه کښې نه اچولے کيږي * غرض دا چې پۀ قُربانۍ کولو کښې دې د طهارت او پاکۍ، او صفايۍ سوترايۍ پوره خيال وساتلے شي * د اِجتماعي قُربانۍ پۀ شکل کښې دې د غوښې تقسيم د شرعي اُصولو بالکل مطابق اوکړے شي، د چا حق دې هم نۀ خوړلے کيږي * د قُربانۍ د څرمنې که مو چرې د چا سره وعده کړې وي نو هغۀ له بيا بيا د راتللو تکليف مۀ ورکوئ * بعضې نادانه د قُربانۍ پۀ نوم مَعَاذَ الله! جَمعه پريږدي بلکې ځينې خو نـمونځونه هم قضا کوي، د هغوئي بهانې وي چې * قصاب ناوخته راغلے وو * پۀ قُربانۍ کولو کولو کښې جَمعه قضا شوه * جامې مې پۀ وينو باندې ګنده وې، ځکه رانا نـمونځ هم قضا شو وغيره، غرض دا چې هر هٰغه کار کوم چې ګناه ده يا د کوم پۀ وجه چې پۀ ګناهونو کښې د اخته کيدو انديښنه ده، د هٰغه کار نه بچ کيدل د تقویٰ تقاضا ده او پۀ قُربانۍ کښې د تقویٰ پۀ تقاضو باندې عمل کول قُرباني د الله پاک پۀ دربار کښې د قبليدو لائق جوړوي۔
دے حُسْنِ اَخْلاق کی دولت کر دے عطا اِخْلاص کی نعمت
مجھ کو خزانہ دے تقویٰ کا یااللہ! مری جھولی بھر دے([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د تقویٰ پۀ تقاضو کښې دا هم دي چې پۀ قُربانۍ کولو کښې * د اِخلاص جذبه هم وي * د قُربانۍ جذبه هم وي * د الله پاک د رضا د پاره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami