Share this link via
Personality Websites!
دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ چيلۍ ذبح کووم او ما له پۀ هغې باندې رحم راځي، رحمتِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: که چرې تۀ پۀ چيلۍ باندې رحم کوې نو الله پاک به پۀ تا باندې رحم اوکړي۔ ([1])
آه! افسوس چې دلته معامله اُلټا ده، خلق د قُربانۍ پۀ وخت تماشه کوي، ځينې نادانه خو د څاروي پۀ تکليف کښې پۀ ليدو پړقې هم وهي بلکې نن سبا خو د انټرنيټ او د سوشل ميډيا (Social Media) دور دے، خلق د څاروي، د هغۀ د پړقيدو ويډيوګانې (Videos) جوړوي او پۀ سوشل ميډيا يـې وائرل کوي، الله پاک دې زمونږه هدايت نصيب کړي! دا وخت د تماشې کتو نۀ دے بلکې د رحمدلۍ پۀ وجه د اوښکو توئيولو وخت دے، د هٰغه څاروي خوش قِسمتي ده چې هغه د الله پاک پۀ نوم باندې قُرباني کيږي، د هغۀ پۀ خوش قِسمتۍ باندې د رشک کولو وخت دے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا مقدس او مبارک حالتونه دي، کوم چې د قُربانۍ کولو پۀ وخت زمونږ پۀ زړونو کښې پکار دي (1): د اللہ پاک پۀ حُکم باندې عمل کوو، د دې خبرې خوشحالي وي (2): پۀ زړۀ کښې د اِخلاص جذبه موجوده وي (3): د څاروي پۀ حق کښې د رحمدلۍ جذبه پۀ مونږ کښې موجوده وي، د دې جذبو او حالتونو پۀ زړۀ کښې د ساتلو سره چې قُرباني کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قُرباني به د الله پاک پۀ نزد قبوله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami