Share this link via
Personality Websites!
ته تشريف راوړلو، چونکه د الله پاک نبي هم وو او خليفةُ الله هم راغلے وو، نو پۀ زمکه کښې چې کوم ځناور وو، هغوي د هغوئي پۀ خدمت کښې د سلام د پاره حاضر شول، بيا منظر څۀ داسې وو چې ټول ځناور پۀ نمبر نمبر حاضريدل، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به د هر يو د حال مطابق د هغۀ د پاره دعاګانې کولې، پۀ دغه وخت کښې هوسۍ هم حاضره شوه، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د هغې پۀ شا باندې خپل لاس راښکلو او دُعا يـې اوکړه، د هغې پۀ برکت د هغې نه خوشبوئي شروع شوه، بيا چې کله دا هوسۍ واپس لاړه، نورو ځناورو د دې نه پوښتنه اوکړه: پۀ تا کښې دا خوشبوئي د چرته نه راغله؟ هوسۍ ووئيل: دا خوشبوئي د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د لاس مبارک او د دُعا برکت دے۔ نو هٰغه ځناور هم د خوشبوئي پۀ لالچ کښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خِدمت کښې حاضر شول، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي د پاره هم دُعا اوکړه او د هغوئي پۀ شا باندې يـې لاس هم راښکلو خو د هغوئي نه خوشبوئي شروع نۀ شوه، واپس لاړل، د هوسو سره يـې خبره اوکړه، وه يـې وئيل: حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام زمونږ پۀ شا باندې لاس هم راښکلو، زمونږ د پاره يـې دُعا هم اوکړه خو پۀ مونږ کښې خوشبوئي رانغله۔۔۔؟ هوسو ووئيل: مونږ صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د تعظيم د پاره حاضر شوي وو خو ستاسو نيت د هغوئي تعظيم نۀ بلکې خوشبوئي حاصلول وو، ځکه ستاسو هٰغه برکتونه نصيب نۀ شول، کوم چې زمونږ نصيب شول۔ ([1])
الله! الله! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami