Share this link via
Personality Websites!
د خپل خليل پۀ وسيله زما نه راضې شې۔
مولیٰ مجھ کو نیک بنا دے اپنی اُلفت دِل میں بَسا دے
اپنی رِضا کا دیدے مژدہ یااللہ! میری جَھولی بَھر دے([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِخلاص د عمل روح دے۔ د قبوليت کُنجي ده، علمائے کرام فرمائي: د اِخلاص نه بغير عمل د بے ساه وجود پۀ شان دے، دا ګويا هٰغه ونه ده، کومه چې ميوه نۀ نيسي۔ ځکه څنګه چې بے ساه وجود د ښخولو لائق وي، هم داسې د اِخلاص نه بغير عمل هم د هيڅ کار نۀ دے، لکه څنګه چې بغير د ميوې نه ونه د وور بلولو دپاره پکار راځي، هم داسې رِيا (يعنې بل ته د ښودنې) والا عبادت هم دوزخ ته د غورځيدو سبب دے۔ ([2])
هوسۍ ته مشک د کوم ځائے نه ميلاؤ شو
تاسو ته معلومه ده چې هوسۍ يو مشهور ځناور دے، د دُنيا بهترينه خوشبوئي، کومې ته چې کستوري [يعنې مشک] وئيلے کيږي، د هوسۍ پۀ ذريعه حاصليږي۔ پۀ هوسۍ کښې دا خوشبوئي د کوم ځائے نه راغله؟ علامه دَمِيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ حياةُ الـحيوان کښې پۀ دې باره کښې يو روايت ليکلے دے، فرمائي: کله چې د الله پاک نبي حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami