Share this link via
Personality Websites!
حجاب [يعنې رکاوټ] جوړ شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دلته وګورئ چې د کوم حالت طرف ته زمونږ پام راګرځولے کيږي، مُحتَسِباً يعنې چې خالص د الله پاک رضا مقصد وي۔ د دې نه علاوه مونږ هيڅ هم نۀ غواړو * نۀ د دُنيا مشهورتيا * نۀ د خپل ځان واه واه * نۀ څۀ تعريف * نۀ ځان خوښي، هيڅ نۀ، بس هم يو مقصد وي چې زۀ قُرباني کووم، کاش چې د دې پۀ برکت زما د رَبّ رضا نصيب شي۔
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو مبارک حالت
د الله پاک نبي حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د کوم پۀ ياد کښې چې مونږ قُربانۍ کوو، پۀ روايتونو کښې دي: کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ځوي د قُربانۍ د پاره سملولو، بيا د هغوئي د سر خوا ته کيناستو، چاړه يـې د هغوئي پۀ مرۍ باندې کيښودله، بيا يـې ووئيل:
اِلٰہی! لَکَ الْحَمْدُ فِی الدَّہْرِ الْبَاقِی، رَزَقْتَنِیْ الْوَلَدَ عَلٰی کِبَرِ سِنِّی، فَابْتَلَیْتَنِیْ بِہٰذَ الْبَلَاءِ
اے الله پاکه! د هميشه هميشه دپاره هم ستا حمد دے، تا ما ته پۀ بوډا توب کښې ځوي راعطا کړلو، بيا دې د هغۀ پۀ ذريعه دا ازميښت وفرمائيلو، فَاِنْ کَانَ ہٰذَا رِضًا لَکَ فَاُسَلِّمُ لِاَمْرِکَ بس چې ستا رضا پۀ دې کښې ده نو زۀ ستا د رضا د پاره ستا د حکم پۀ وړاندې سر ټيټووم۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami