Share this link via
Personality Websites!
شيخ احمد بن يحيیٰ دمشقي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نيک بزرګ تير شوے دے، د دمشق اوسيدونکے وو، يوه ورځ پۀ خپل کور کښې د خپل مور پلار سره ناست وو او خپل مور او پلار ته يـې قرآنِ کريم بيانولو، پۀ تِلاوت کښې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام واقعه راغله، هغوئي د قرآنِ کريم نه دا واقعه بيان کړه چې څنګه حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل ځوي قُربانۍ ته تيار شو؟ څنګه حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خوشحاله زړۀ خپل ځان د ذبح کولو د پاره پيش کړو؟ دا واقعه چې يـې واوريدله نو د مور جانې پۀ زړۀکښې يـې جوش راغلو، وه يـې فرمائيل: احمده ځويه! زما هم يو ځوي دے، زۀ تا د رَبّ پۀ نوم باندې وقف کووم۔ ځه! د الله پاک عبادت کوه!
شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ د کور نه لاړم، مکے مکرمې ته ورسيدم، د کعبې شريفې پۀ خوا کښې مې عبادت کولو، پۀ نيکو کښې مصروفه ووم، ډيره موده پس راته مور او پلار راياد شول، زۀ کور ته راغلم، دروازه مې وډبوله، د دننه نه د مور جانې اواز راغلو: څوک يـې؟ ما ووئيل: ستاسو ځوي احمد يم۔ مور جانې دروازه هم برسيره نۀ کړه، د دننه نه يـې وفرمائيل: زما هم يو ځوي وو هغه ما د الله پاک پۀ نوم وقف کړے دے، ځويه! لاړ شه! د الله پاک عبادت اوکړه! د دِين خِدمت اوکړه! اوس به د قيامت پۀ ورځ ملاقات کيږي۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami