Share this link via
Personality Websites!
نه هير شو۔ پۀ انتظار کولو کولو ماښام شو، بيا د ماښام نه پس شپه او بيا بله ورځ راغله، بيا د ټولې شپې د تيريدو نه پس پۀ بله ورځ هٰغه کَس ته ورياد شو، کله چې هغوئي هلته ورسيدل نو وه يـې کتل چې حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام هم پۀ هٰغه ځائے کښې اِنتظار فرمائي۔ پۀ حيرانتيا سره يـې عرض اوکړو: تاسو لا د اوسه پورې دلته يئ؟ (افسوس!) زما نه هير شوي وو۔
اوس دلته نبوي اخلاق وګورئ چې هغوئي غصه هم اونکړه، هٰغه کَس يـې وه هم نۀ رټلو، ستغې سپورې يـې ورته هم وه نۀ وئيلې بلکې پۀ نرمۍ سره يـې وفرمائيل: د څو پورې چې تۀ نۀ وې راغلے، زۀ به هم دلته اِيسار ووم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د الله پاک نبي حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام ۔۔۔!! د هغوئي پۀ ياد کښې مونږ قُربانۍ کوو، هر کال پۀ زرګونو څاروي د رَبّ پۀ نوم باندې ذبح کوو۔ ډيره ښه خبره ده، قُرباني کول دي، ضرور کول دي، پۀ چا باندې چې واجب ده، هغوئي له خو ضرور کول دي، ګنې نو ګنهګاريږي به خو د دې سره سره چې د چا پۀ ياد کښې قُربانۍ کوو، د هغوئي اخلاق هم اِختيارول دي۔ حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د وعدو رښتونے وو، کله چې به يـې وعده کوله نو هغه به يـې پوره کوله۔ افسوس چې دلته حالات اوس اُلټا شوي دي۔ وعده پوره کول زمونږ پۀ دِين کښې شامل دي خو خلق وعدې کوي او پوره کوي يـې نۀ * وعده اوکړو چې پۀ فلانکي وخت به ميلاؤيږو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami