Share this link via
Personality Websites!
د بيان خُلاصه دا ده چې د الله پاک نبي حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د کوم پۀ ياد کښې چې مونږ قُربانۍ کوو، هغوئي د الله پاک نبي دے، ډير د اوچتې مرتبې والا دے، د هغوئي پۀ ډيرو اعلیٰ صفتونو کښې دوه دا دي: (1): هغوئي د وعدې رښتوني او پابند وو (2): خپل کور والؤ ته به يـې د نـمونځ او د زکوٰة حکم کولو۔ مونږ له هم پکار دي چې لکه څنګه چې د هغوئي پۀ ياد کښې قُربانۍ کوو، داسې د هغوئي اخلاق هم اِختيار کړو۔ د وعدې پابندي هم کوو او خپل کور والؤ، بچو ته، د وړو مور ته، وروڼو خوئيندو وغيره ته د نـمونځ، روژې وغيره نيکو کارونو ترغيب هم ورکوو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د فرضو پوره کيدو نه بغير نفل نۀ قبليږي۔
وضاحت: داسې ليدلے شوي دي چې پۀ خلقو کښې د نفل نـمونځونو رغبت زيات وي، دا ښه خبره ده، البته د تهجدو، اِشراق او څاښت د نـمونځونو کولو سره سره قضا نـمونځونه هم ادا کوئ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د نيکۍ رغبت راعطا کړي۔ البته! يوه مسئله پۀ ذِهن کښې ياده ساتئ! هغه دا چې د فرضو د پوره کولو نه بغير نفل نۀ قبليږي۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami