Share this link via
Personality Websites!
يو کَس نيک اِنسان جوړيدل غواړي خو کور والا هغۀ له پيغورونه ورکوي، ستغې سپورې ورته وائي او د نيکۍ پۀ لار کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړيږي۔ څومره داسې خلق دي کوم چې د يو مبلغ پۀ بيان اوريدو، د چا د نيکۍ د دعوت پۀ ورکولو، کله د دعوتِ اِسلامي دِيني اِجتماع ته پۀ راتللو د نيکۍ ذِهن جوړ کړي، د ږيرې د پريښودو، د عمامې پۀ سر کولو، د فيشن نه د نجات حاصلولو او د سُنَّتو نه د ډک ژوند تيرولو ذِهن جوړوي خو د هغوئي کور والا د هغوئي د نيکې د لارې نه پۀ لرې کولو لاس پورې کړي۔ اَلامَان وَالحَفِيظ!
الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ځان او د خپل کور والا د نيکې لارې مسافر جوړول، هغوئي له د نيکۍ دعوت ورکول او د دوزخ نه د بچ کولو ذريعه جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا(پارہ:28، سورۀ التحریم:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! خپل ځانونه او د خپل کور کسان د هٰغه وور نه بچ کړئ۔
د دې آيت نه معلومه شوه چې چرته پۀ مسلمان باندې د ځان اِصلاح کول ضروري ده نو هلته د کور والؤ اِسلامي تعليم او تربيت کول هم پۀ هغۀ باندې لازمي دي، ځکه هر مسلمان له پکار دي چي هغه خپله ښځه او بچي او پۀ کور کښې چې څومره خلق دي کوم چې د هغۀ لاندې دي هغوئي ټولو له د اِسلامي حکمونو تعليم پخپله ورکړي يا يـې پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami