Share this link via
Personality Websites!
یہ فَیضانِ نظر تھا یا مَکتب کی کَرامَت تھی
سِکھائے کس نے اِسْماعیل کو آدابِ فَرزَنْدی([1])
وضاحت: د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ حکم باندې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام فوراً لبيک وئيل او سر ټيټول، آيا دا د چا د نظر فيضان دے او که دا د يوې مدرسې تعليم او تربيت دے؟ دا د والدِ محترم د تابعدارۍ اعلیٰ صفتونه چا وښودل؟ يقيناً چې دا د الله پاک عبادت وو، هغوئي نبي دے، رَبِّ کريم هغوئي د پاکو اخلاقو والا جوړ کړي وو۔
الله پاک دې مونږ ته هم د وعدو پابندي راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام دويم صفت بيان شو:
وَ كَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَ الزَّكٰوةِ۪-(پارہ: 16، سورۀ مريم: 55)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ به خپل کور والؤ ته د نـمانځه او د زکوٰة حُکم ورکولو۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا هم ډير ښکلے صفت دے، د الله پاک نبي حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پخپله خو وو هم ډير د اوچتې مرتبې والا، هغوئي خو به خپل قوم ته هم د نيکۍ دعوت ورکولو خو د دې ټولو سره سره به يـې خپل کور والؤ ته هم د نيکۍ حکم کولو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami