Share this link via
Personality Websites!
د وعدې د پابندۍ بے مثاله نمونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته خو خلق پۀ معمولي معمولي خبرو باندې د دروغو وعدې کوي، د الله پاک د نبي حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام سيرت مبارک ته وګورئ! ډيره مشهوره واقعه ده، د هغوئي والِدِ محترم حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: ځويه! ما ته خوب وښودلے شو چې تا (د رَبّ د رضا د پاره) ذبح کووم۔ هغوئي وعده اوکړه او وه يـې وئيل:
قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ٘-سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ(۱۰۲)(پارہ:23، سورۀ الصفت:102)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما پلاره! تاسو هُم هغه اوکړئ د څۀ چې تاسو ته حکم درکولے کيږي۔ اِن شَآءَ الله نزدې ده چې تاسو به ما د صبر کوونکو نه مومئ۔
وګورئ چې دا څومره سخته خبره وه خو حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ وعده کلک ولاړ وو، هغوئي هم پخپله حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته عرض اوکړو: بابا جانه! زما لاسونه وتړئ! چاړه تيرۀ کړئ! پۀ خپلو سترګو باندې پټۍ وتړئ! د پاره د دې چې څۀ جذبه، د پلار مينه، هيڅ هم پۀ دې وعده پوره کولو کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړ نشي۔ اخر هغوئي خپله مرۍ پيش کړه، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ هغې باندې چاړه هم کيښودله، عين هم پۀ هٰغه وخت الله پاک پۀ فديه کښې جنتي ګډ راوليږلو۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا ده د وعدې پابندي۔۔۔!!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami