Share this link via
Personality Websites!
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې وعده خِلافي د هلاکت پۀ وجو کښې يوه وجه ده۔ الله پاک دې مونږ د دې ګناه نه محفوظ کړي۔
وعده خِلافي څۀ ته وئيلے شي؟ دا هم يوه اهمه پوښتنه ده، دلته خلقو ته معلومه هم نۀ وي۔ زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد مبارک دے: وعده خِلافي دا نۀ ده چې اِنسان وعده اوکړي او د هغه نيت د هغې د پوره کولو هم وي بلکې وعده خلافي دا ده چې انسان وعده اوکړي او د هغۀ نيت د هغې د پوره کولو نۀ وي۔ ([1]) پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي چې کله يو کَس د خپل ورور سره وعده اوکړي او د هغۀ نيت د هغې د پوره کولو وي بيا يـې پوره نۀ کړے شي، پۀ وعده رانشي نو پۀ هغۀ باندې ګناه نشته۔ ([2])
يعنې د وعده خِلافۍ تعلق د نيت سره دے، مثلاً د چا سره وعده اوکړے شوه چې پۀ فلانکي وخت به ميلاؤيږم۔ پۀ زړۀ کښې نيت هم شته چې ميلاؤيږم به۔ بيا پۀ څۀ وجه ميلاؤ نۀ شو نو دا وعده خِلافي نۀ ده بلکې بعضې وخت چې خلق د ځان خلاصولو د پاره وائي: آو پۀ فلانکي وخت به ميلاؤيږو خو پۀ زړۀ کښې يـې نيت د نۀ ميلاؤيدو وي نو دا وعده خِلافي ده۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami