Share this link via
Personality Websites!
خو ميلاؤيږو نۀ * د چا قرض چې واپس کول دي، د هغۀ سره مو وعده اوکړه چې ماښام به يـې واپس درکړم، پۀ فلانکي وخت به يـې درکړم خو ورکوو يـې نۀ۔ فرض کړئ که چرې اِنتظام وه نۀ شو نو نور مهلت هم نۀ غواړو بلکې مخ ورته هم نۀ ښائيو بلکې اوس خو معامله نوره هم بدله شوې ده، د چا قرض چې ورکول دي، اوس خلق هم هغه ته بدماشي کوي۔ الله کريم دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ وعده کول او بيا د هغې د ماتولو نور هم ډير مثالونه دي، اوس د لوئي اختر پۀ موقع باندې وګورئ چې قصابان وعدې کوي خو پۀ وخت باندې نۀ راځي، چا ته چې قُرباني کول وي، هغوئي يـې انتظار کوي۔ دا ډيره بده خبره ده۔
اعلیٰ حضرت، اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خُلْفُ الْوَعْدِ حَرَامٌ يعنې د دروغو وعده کول حرام دي۔ ([1]) پۀ حديثِ پاک کښې دي: (1): کوم مسلمان چې لوظ ماتوي او وعده خلافي کوي پۀ هغه باندې د الله او د فرښتو او د ټولو اِنسانانو لعنت دے او د هغۀ به نۀ څۀ فرض قبليږي او نۀ څۀ نفل۔ ([2]) (2): پۀ يو بل حدیث شریف کښې فرمائي: خلق به د هٰغه وخته پورې نۀ هلاکيږي د څو پورې چې هغوئي د خپلو خلقو سره وعده نۀ ماتوي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami