Share this link via
Personality Websites!
پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤى اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْــٴًـا وَّ یَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا(۱۹) (پارہ:4، سورۀ نساء:19)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا که هغوئي تاسو ته نا خوښه وي نو کيدے شي چې يو څيز تاسو ته نا خوښه وي او الله پۀ هغې کښې ډير خير کيږدي۔
پۀ دې آيت کښې د ښځې پۀ باره کښې وفرمائيلے شو چې که د بد اخلاقۍ يا د بد رنګ والي پۀ وجه ستاسو ښځه ستاسو خوښه نۀ وي نو صبر کوئ او ښځې له پۀ طلاق ورکولو کښې تادي مۀ کوئ ځکه چې ممکنه ده چې الله پاک د دې ښځې نه تاسو ته داسې اولاد درکړي کوم چې نيک او فرمانبردار وي، د بوډا والي پۀ بے اَسرې کيدو کښې ستا ملاتړ جوړ شي۔([1])
پۀ کور کښې د ښه ماحول جوړولو طريقه
وګورئ چې مونږ ته څومره ښکلے نصيحت شوے دے چې پۀ طلاق ورکولو کښې تادي مۀ کوئ! کيدے شي چې د دغې ښځې پۀ ذريعه ستاسو ډير خيرونه نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته پۀ دې قرآني نصيحت باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
خُدائے دې نۀ کړي که چرې د کور ماحول ښه نۀ وي، پۀ کور کښي جنګ جګړې وغيره کيږي نو د دې مسئلو يوه ښکلې نسخه عرض کووم، تجربه شرط ده، دا نسخه اِختيار
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami