Share this link via
Personality Websites!
تندي مبارک کښې هم دا نُور مبارک ځليدو۔ د هغوئي وړومبۍ کور ودانې د نا شُکرۍ طبيعت لرلو، ځکه هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د نيا ابۍ د جوړيدو جوګه نۀ وه، ځکه حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هغې له د طلاق ورکولو او د يوې اعلیٰ ترين طبيعت والا، ډير د ښه طبيعت والا زنانه سره يـې د نِکاح کولو حُکم وفرمائيلو۔
يعنې دا چې کوم طلاق ورکړے شو، دا دې د پاره نۀ وو چې نا شکره ښځې له طلاق ورکول لازم دي بلکې دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د نُور مبارک د تعظيم د پاره وو۔
لهذا هيڅکله هم داسي نۀ دي کول پکار چې يوه ښځه د نا شُکره طبيعت والا وي نو هغې له دې طلاق ورکړے شي۔ مونږ له پکار دي چې پۀ کور کښې د نيکۍ دعوت ورکوو، پۀ مينه او محبت سره پوهه کول کوو، طلاق د مسئلې حل نۀ وي بلکې د يو طلاق غلط اثرات د ډيرو نسلونو پورې ځي او پۀ رشتو کښې ديوال جوړيږي۔ ځکه پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد دے: اَبْغَضُ الْحَلَالِ اِلَى اللَّهِ الطَّلَاقُ يعنې د الله پاک پۀ نزد پۀ حلالو څيزونو کښې د ټولو نه نا خوښه څيز طلاق دے۔
که چا ته پۀ کور کښې مشکلات وي، مثلاً ښځه يـې ډير تنګوي، ډير فرمائشونه کوي، هر وخت بس ګيلې معنې کوي نو د دې نه هم ويريدل نۀ دي پکار، پۀ صبر او زغم سره، پۀ پوهه کولو سره د وړاندې تللو او د رشتې قائم ساتلو کوشش کول پکار دي۔ الله پاک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami