Share this link via
Personality Websites!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
آيا نا شُکره ښځې له طلاق ورکول پکار دي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ بُخاري شريف کښې پۀ بيان شوي دې واقعه کښې زمونږ د زدکړې د پاره ډيرې خبرې موجودې دي خو وړومبے يو ضروري وضاحت واورئ! د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام وړومبۍ کور ودانې چې نا شُکري اوکړه نو حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هٰغې کور ودانې ته د طلاق ورکولو حُکم اوکړو۔ آيا د دې نه مونږ دا زده کولے شو چې د نا شُکرئ په وجه دې ښځې له طلاق ورکړے شي۔۔۔؟ پۀ توجه سره يـې واورئ! د دې واقعې نه هيڅکله دا سبق نۀ ميلاؤيږي چې ناشکره ښځې له طلاق ورکول لازم دي بلکې د دې طلاق پۀ حُکمت باندې ځان پوهه کړئ! پۀ اصل کښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ تندي مبارک کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نُور مبارک ايښودے شوے وو۔ الله پاک د هغوئي نه دا وعده اخستې وه چې د دې نُور د خاص حفاظت او عزت او تکريم د پاره به دا نُور د خپل وخت اعلیٰ ترينې او د نيکو نه نيکې زنانه ته منتقل کيږي۔([1]) [يعنې مطلب دا چې د حضورِ انور صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د مبارکې شجرۀ نَسَب هر بزرګ دې په نکاح کښې د هٰغه وخت د ټولو نه نيکه ښځه ساتي] هم دا وعده حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خپل ځوي حضرت شيث عَلَیْهِ السَّلَام نه واخسته، بيا حضرت شيث عَلَیْهِ السَّلَام د خپل ځوي نه، داسې راتله او نسل پۀ نسل دا وعده اخستے کيدله،([2]) د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami