Share this link via
Personality Websites!
469875
9074
هم پۀ غوښه او اوبو وخت تيريږي نو د طيبعت مطابق سمون نۀ خوري۔
خير! حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خپلې نوې اِينګور پۀ شُکر ګزارۍ او پۀ ښه طبيعت ډير خوشحاله شو او وه يـې فرمائيل: کله چې اِسماعيل راشي نو هغۀ ته زما سلام وايه او ورته ووايه: يُثْبِتُ عَتَبَةَ بَابِهِ ترجمه: د خپل کور چوکاټ(درشل) ثابت ساته۔۔۔!!
د دې وئيلو نه پس حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام واپس تشريف يوړلو۔ کله چې حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام کور ته تشريف راوړلو نو نن بيا د هواګانو نه څۀ اشنا اشنا خوشبوئي راتلله، خاص قِسمه انوار او تجليات وو۔ د کور ودانې نه يـې پوښتنه اوکړه: نن څوک راغلي وو؟ عرض يـې اوکړو: آؤ جي! د داسې داسې شکل والا يو مشر تشريف راوړے وو۔ ډير ښکلے وو، ډير ښه طبيعت يـې وو۔ بيا يـې کور ودانې ټوله واقعه بيان کړه۔ ټولې خبرې چې يـې واوريدلې نو حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: هغه زما والِدِ محترم حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وو، هغوئي حُکم کړے دے چې تا پۀ خپله نِکاح کښې پۀ برقراره وساتم۔۔۔!! ([1])
د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام هم دا کور ودانې محترمه ده، د کومې د اولاد نه چې د ټولو جهانونو مالِک او مختيار، د نبيانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ وِلادَتِ با سعادَت وشو، داسې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام هٰغه نيکې او شُکر ګزارې کور ودانې محترمې ته د خوږ محبوب صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د نيا ابۍ د جوړيدو سعادت نصيب شو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami