Share this link via
Personality Websites!
الفاظو کښې عرض کووم۔ تاسو ته به معلومه وي چې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام لا د پئيو څښلو عمر وو، چې هغوئي او د هغوئي مور بي بي حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها مکے مکرمې ته راغلي وو، حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام دلته لوئي شو، دلته د قبيله جُرهَم د يوې زنانه سره د هغوئي نِکاح وشوه۔
حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام به کله نا کله د هغوئي سره د ميلاؤيدو د پاره تشريف راوړلو۔ پۀ بُخاري شريف کښې دي: يو ځل حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مکے مکرمې ته تشريف راوړلو، هٰغه وخت حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ کور کښې موجود نۀ وو، د هغوئي کور ودانې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هر کلے اوکړو، هغوئي ترې پوښتنه اوکړه: اِسماعيل چرته دے؟ وه يـې وئيل: هغوئي د حلالې ګټې د پاره بهر تشريف وړے دے۔ حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه اوکړه: ستاسو وخت څنګه تيريږي؟ د هغوئي کور ودانې ووئيل: ډير خراب حالات دي، بس پۀ غريبۍ کښې ورځې شپې تيريږي۔ داسې هغې ګيلې معني اوکړې۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خپلې اِينګور د ګيلو اوريدو نه پس وفرمائيل: چې اِسماعيل راشي نو هغۀ ته زما سلام وايه او ورته ووايه:
يُغَيِّرْ عَتَبَةَ بَابِهِ
ترجمه: د خپل کور چوکاټ(درشل) بدل کړه۔۔۔!!
د دې وئيلو نه پس حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام شام ته واپس تشريف يوړلو۔ حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام چې کله واپس راغلو نو هغوئي ته پۀ کور کښې دننه څۀ اشنا توب محسوس شو، نن پۀ هواګانو کښې څۀ اشنا خوشبوئي وه، د څۀ خاصو اَنوارو او تجلياتو رڼا وه۔
هغوئي د کور ودانې نه پوښتنه اوکړه: نن څوک راغلي وو؟ وه يـې وئيل: آؤ جي! د داسې حُليې والا يو مشر تشريف راوړے وو۔ وه يـې فرمائيل: ستا د هغوئي سره څۀ خبرې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami