Share this link via
Personality Websites!
(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَاۤئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْک اللّٰہِ
حضرت اَحمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل کوي: د دې دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو (6) لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي. ([1]) راځئ چې پۀ شريکه يـې ووائيو.
(5) د خوږ مُصطَفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ قُرب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو کس راغلو نو حُضُورِ اَنور صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر مينځه کښينولو، پۀ دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شو چې دا څوک اوچتې مرتبے والا دے! چې کله هغه لاړو نو حضور صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ وفرمائيل: دے چې کله پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوَلي نو داسې يـې لوَلي. ([2]) راځئ چې مونږ يـې هُم پۀ شريکه ووائيو.
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمانِ مُعَظَّم دے: څوک چې داسې دُرود شريف ولوَلي، د هغۀ د پاره زما شفاعت واجب شي. ([3]) راځئ چې دا دُرُود هُم پۀ شريکه ووائيو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami