Share this link via
Personality Websites!
اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت اوکړو هغه زما سره محبّت اوکړو او چا چې زما سره محبّت اوکړو هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د ګل او د زيارت د ورځې روژه د خوږ مصطفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ سُنَّت دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ګل او د زيارت د ورځې روژه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ سُنَّت مبارک دي۔ د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زما سرتاج، صاحبِ معراج صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به د ګل او د زيارت روژې پۀ اهتمام سره نيولې۔ ([2])
مونږ له هم پکار دي چې که چرې صحت اِجازت راکړي نو د ګل او د زيارت د ورځې د روژې بندوبست اوکړو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو سره سره به مو ډير برکتونه نصيب شي۔ خو ياد ساتئ! * که د نفلي روژو پۀ وجه پۀ کار روزګار کښې ناراستي راځي نو د روژې د نيولو اجازت نشته * چرته چې هم د نفلي روژې پۀ وجه پۀ څۀ افضل کار کښې څۀ خنډ [يعنې رکاوټ] جوړيږي هلته دې روژه نۀ نيولے کيږي (مثلاً د يو اِسلامي ورور ذمه واري داسې ده چرته چې د اولس سره ډيره واسطه راځي او د روژې نيولو پۀ وجه د هغۀ پۀ طبيعت کښې تريخ والے پيدا کيږي اګر چې کار پوره کيږي خو د خلقو سره د بد اخلاقۍ نه بچ کيدل د نفلي روژو پۀ مقابله کښې ډير ضروري دي) * مور او پلار که چرې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami