Share this link via
Personality Websites!
د مور او پلار پۀ رابللو کښې مۀ ناوخته کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که مور او پلار درته اواز اوکړي نو پۀ جواب ورکولو کښې هيڅکله هم ناوخته کول نۀ دي پکار، ځينې خلق پۀ دې کښې ډير د بے پرواهۍ نه کار اخلي، مور ورته اوازونه کوي، دے پۀ خپل کار کښې مشغول وي يا پۀ موبائل (Mobile) کښې ګوتې وهي، د مور د اواز هډو جواب نۀ ورکوي، ځينې خلق خو وړومبي يو دوه اوازونه داسې کړي چې هډو اوريدلي يـې نۀ وي، چې کله مور پۀ غصه کښې اواز اوکړي، نو بيا جواب ورکوي، دا ډيره د بے ادبۍ خبره ده، کوم خلق چې د مور او پلار پۀ اواز باندې هڅې بے هيڅه ځان نا غرضه کوي او د هغوئي زړۀ ازاروي هغوئي سخت ګنهګاران او د وور د عذاب حقداران دي۔ مور اخر مور وي، بعضې وخت پۀ غلط فهمۍ کښې هم د هغې د خُلې نه ښيرې ووځي او که چرې د قبليدو وخت وي نو اولاد پۀ ازميښت کښې پريوځي۔ منقول دي چې يو کَس ته د هغۀ مور اواز اوکړو خو هغۀ جواب ورنکړو پۀ دې باندې د هغۀ مور هغۀ ته ښيرې اوکړې نو هغه ګونګے شو۔ ([1])
(3): پۀ مور او پلار باندې خرچ کول
د مور او پلار دريم حق دے: پۀ هغوئي باندې ښۀ ډير خرچ کول۔
مثلاً د هغوئي د خوراک څښاک ښه بهترين اِنتظام کول * پيزار، جامې وغيره ورله اخستل او ورکول * د خپل وَس مطابق ميوې وغيره پيش کول * که ناروغه وي نو پۀ ښۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami