Share this link via
Personality Websites!
هغوئي سره ښيګړه کول دي، مثلاً مور جانه وائي: ځويه! ږيره وخريه! اوس ځوي له پۀ ادب سره وئيل پکار دي: مور جانې! ستا حُکم پۀ سر سترګو خو زۀ ږيره نشم خريلے، پۀ دې کښې د الله او د رسول صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ناراضګي ده۔
* بيا که پۀ دې باندې مور او پلار رټل کوي نو چپ شئ او ستغې سپورې يـې واورئ * که وهي مو نو ښه پۀ قلار وهل وخورئ * که خبرې درسره بندې کړي نو پۀ دمه دمه، پۀ حکمت سره، د کشر ترۀ، مشر ترۀ، ماما وغيره پۀ مرسته د هغوئي د پخلا کولو کوشش اوکړئ، بے ادبي بهر حال نۀ دي کول، پۀ هر حال کښې د هغوئي سره ښه سلوک، ښه سلوک او هم ښه سلوک کول دي۔
(2): د نفلي عبادت نه زيات اهميت ورکول
د مور او پلار دويم حق دے: د مور او پلار حُکم ته د نفلي عبادت نه زيات اهميت ورکول۔ ([1])
مثلاً * زړۀ غواړي چې سبا به نفلي روژه نيسم، مور او پلار يې منع کړي نو د هغوئي خبره به منل وي * زړۀ غواړي چې اوس به نفلونه کووم، مور جانې چرته د تللو مثلاً د بازار نه سودا وغيره د راوړلو ووائي، اوس نفل وروستو اوکړئ، وړومبے د هغوئي حُکم وومنئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami