Share this link via
Personality Websites!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حضرت اِبراهيم او حضرت اِسماعيل علَيهِما السَّلام او د حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د ياد مبارکې او مقدسې ورځې دي، يقيناً چې حج د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ياد نه ډک دے * کعبه شريفه هغوئي او د هغوئي شهزاده حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام جوړه کړې * صَفَا مَروَه د حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ياد دے چې هغې به د اوبو پۀ لټون کښې دلته منډې وهلې * پۀ مِنیٰ کښې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د قربانۍ لازواله او بے مثاله واقعه رامخې ته شوه۔ داسې تقريباً د حج ټول مناسک د حضرت اِبراهيم او د حضرت اِسماعيل علَيهِما السَّلام يادونه دي * دغه شان قرباني هم د دې دواړو انبيائے کرامو علَيهِما السَّلام ياد دے۔ کله چې هغوئي د ځوي بے مثاله او لازواله قرباني پيش کړه، د جَنَّت نه ګډ راوليږلے شو، پۀ دغه وخت کښې الله پاک وفرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami