Share this link via
Personality Websites!
خوښ دے؟ وه يـې فرمائيل: ثُمَّ بِرُّ الْوَالِدَیْنِ د دې نه پس د مور پلار سره ښيګړه کول د ټولو نه خوښ [عمل] دے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مور او پلار سره ښيګړه ډير خوښ عمل دے۔ د چا مور او پلار چې ژوندي دي، يقين اوکړئ چې د هغوئي خو مزې دي، يو کَس وو، د هغۀ نه څوک قتل شو۔ قتل ډيره لويه ګناه ده، پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائيلے شوي دي: چا چې يو کس قتل کړو، هغه ګويا ټول اِنسانيت قتل کړو، دومره سخته ګناه ده۔ د هٰغه کَس نه چې کله دا ګناه وشوه نو هغه ستومانه شو، بيا يـې سوچ اوکړو چې د توبې لاره به څۀ وي؟ نو د مسئلې د پوښتنې د پاره د صحابۍ رسول حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ خِدمت کښې حاضر شو، هغوئي ته يـې ټوله واقعه بيان کړه او وه يـې وئيل: عالي جاه! آيا زما د پاره توبه شته؟ هغوئي وفرمائيل: آيا ستاسو مور ژوندۍ ده؟ وه يـې وئيل: نه، هغه خو وفات شوې ده۔ وه يـې فرمائيل: ښه لاړ شه! توبه وکړه، څومره چې درنه کيدے شي د الله پاک د راضي کولو کوشش کوه!
د دې اوريدو نه پس هٰغه کَس لاړو، خلقو پوښتنه اوکړه: عالي جاه! د دې سوال جواب خو دا وو چې هغه توبه وکړي، بيا تاسو د مور پۀ باره کښې پوښتنه ولې اوکړه؟ وه يـې فرمائيل: ځکه چې زما د معلوماتو مطابق د الله پاک د راضي کولو د ټولو نه نزدې ذريعه د مور سره ښيګړه کول دي (لهذا که د دۀ مور ژوندۍ وے نو ما به وئيل چې د مور خِدمت کوه!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami