Share this link via
Personality Websites!
شان د هغوئي مرسته اوکړه۔
اګر که يو طرف ته اِيمان او بل طرف ته مور ده، پۀ داسې حالت کښې اِيمان هم نۀ دي پريښودل او د هغوئي بے ادبي هم نۀ دي کول، د هغوئي ادب کول دي۔([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د مور او پلار ادب دے۔ افسوس چې نن سبا خو مور او پلار ته کنځلې هم کوي، د هغوئي پۀ مخکښې غصې کوي، د هغوئي پۀ مخکښې ګوريږي، پشي شا هم پۀ مور او پلار پسې خبرې کوي، د دوستانو سره پۀ محفل کښې مور او پلار ته جلاد او پته نۀ لګي چې څۀ څۀ وئيلے کيږي او د غبيت ګناهونه ګټلے کيږي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ لکه څنګه چې نن پۀ صدو پس مونږ د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د پاک سيرت نه سبق اخلو او قربانۍ کوو، د لکونو روپو څاروي اخلو او ذبح کوو يـې، هم داسې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د پاک سيرت نه د مور او پلار ادب کول هم زده کړئ! او نيکان او فرمانبرداره ځامن جوړ شئ!
يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دربارِ رسالت کښې پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ!
د ټولو نه د فضيلت والا عمل کوم يو دے؟ وه يـې فرمائيل: اَلصَّلَاۃُ عَلیٰ وَقْتِہَا يعنې نـمونځ پۀ وخت باندې ادا کول۔ پوښتنه يـې اوکړه: ثُمَّ اَیُّ؟ د دې نه پس کوم يو عمل ډير
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami