Share this link via
Personality Websites!
د اِيمان پۀ معامله کښې هم نرمي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو د قرآنِ کريم پاک تعليمات وګورئ! حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابۍ رسول دے، هغوئي چې کله کلمه ووئيله نو ډيره مشکلات ورته پيښ شو، هسې خو چې به پۀ مکه مکرمه کښې څوک مسلمانيدو، هغوئي ته به ډير تکليفونه رسولے کيدل خو حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يو بيل قِسم مشکل پيښ شو، د هغوئي مور بي بي هٰغه وخت مسلمانه نۀ وه، هغې حضرت سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ووئيل: اے سعده! تۀ به دا دِين پريښوديږدې ، که چرې تۀ دا دِين نۀ پريږدې نو زۀ به خوراک څښاک پريږدم او د لوږې نه به مړه شم او خلق به تا ته د مور قاتِل وائي۔
اوس وګورئ چې يو طرف ته مور ده او بل طرف ته هيڅ د دُنيا خواهش نۀ دے بلکې اِيمان دے۔ پۀ دې حالت کښې قرآنِ کريم هغوئي ته نصيحت اوکړو، حُکم وشو:
فَلَا تُطِعْهُمَا وَ صَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا٘- (پارہ:21، سورۀ لقمان:15)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي خبره مۀ منه او پۀ دُنيا کښې پۀ ښه شان د هغوئي مرسته اوکړه۔
يعنې اے سعده (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ)! د مور ضِد خو البته پوره کيدے نشي، د مور پۀ وجه اِيمان پريښودل او د الله او د رسول صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نافرماني خو هيڅکله مۀ کوئ خو د دې دا مطلب هم نۀ دے چې د اِيمان د پاره مور جانه ورټلے شي، پۀ هغې غصه اوکړے شي، لوښي زمکې ته راويشتے شي۔ بلکې وه يـې فرمائيل:
وَ صَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا٘- (پارہ:21، سورۀ لقمان:15)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ دُنيا کښې پۀ ښه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami