Share this link via
Personality Websites!
اوکړئ! حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړلو، د شهزاده سره د ميلاؤيدو نه بغير يـې واپس تشريف يوړلو، صرف پۀ غائبانه توګه يـې پيغام ورسولو: يُغَيِّرْ عَتَبَةَ بَابِهِ د خپلې دروازې چوکاټ(درشل) بدل کړه۔۔۔!!
د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د تابعدارۍ جذبې ته وګورئ چې څنګه وه، هغوئي د خپل والِد صاحب پۀ دې غائبانه نصيحت باندې فوراً عمل اوکړو او کور ودانې له يـې طلاق ورکړو (ولې يـې پرې طلاقه کړه، د دې وضاحت ما بيان کړے دے)۔
افسوس چې نن سبا ځوانان د ګناهونو نه د ډک عشقِ مجازي پۀ ګرفت کښې راګيريږي او مور او پلار خُلې له راولي (يعنې ډير يـې تنګوي) * زۀ خو به هم د فلانکي سره وادۀ کووم، ګنې زهر به وخورم، داسې قِسمه دهړکې ورکړے کيږي * ځوانان کورونه پريږدي او ځي * مور او پلار ښه ډير بليک ميل (Blackmail) کولے شي * بعضې نادانه خو د کور نه تښتي او پۀ پټه نِکاح کوي * بلکې داسې خبرونه هم مخې ته راځي چې فلانکي له يې پۀ خپله خوښه وادۀ نۀ کولو نو هغه پۀ غصه کښې هم خپل مور او پلار ووژل۔۔۔!!
افسوس چې څنګه نادانه اولاد دے کوم چې د عشقِ مجازي پۀ پوره ګرفت کښې پۀ راګيريدو داسې غلط حرکتونه کوي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ د مور او پلار ډير لوئي شان دے۔ د هغوئي پۀ هر حال کښې ادب کول دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami