Share this link via
Personality Websites!
تاسو ته څنګه اندازه وشوه؟ عرض يـې اوکړو: زما مور او پلار به روزانه پۀ ژړا ژړا دعاګانې کولې چې اے الله پاکه! زمونږ د حضرت موسیٰ کلیمُ اللہ (عَلَیْهِ السَّلَام) پۀ جلوو کښې مرګ نصيب کړې۔ د هغوئي دواړو داسې د ناڅاپه وفات کيدو سره ما اندازه ولګوله چې هم تاسو به حضرت موسیٰ کليمُ الله (عَلَیْهِ السَّلَام) يۍ۔ قصاب نور عرض اوکړو: زما مور به چې کله ډوډۍ خوړله نو خوشحاليدله به او زما د پاره به يـې داسې دُعا کوله: يا الله پاکه! زما ځوي پۀ جَنَّت کښې د حضرت موسیٰ کليمُ الله (عَلَیْهِ السَّلَام) ملګرے کړې۔ حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: مبارک شه چې الله پاک تۀ زما د جَنَّت ملګرے جوړ کړے يـې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! وګورئ چې قابل ځوي به پۀ کوم ښکلي انداز کښې د خپل مور او پلار خدمت کولو، لکه څنګه چې به مور او پلار بچي له پۀ خپلو لاسونو خوراک ورکولو، دې قابل ځوي به هم پۀ هٰغه انداز کښې پۀ خپلو لاسونو د مور او پلار پۀ خُله کښې نمړۍ ورکولې۔ د دې کمالي تابعدارۍ او خدمت اِنعام ته هم وګورئ چې څۀ ميلاؤ شو، پۀ جَنَّت کښې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ګاؤند يـې نصيب شو۔ الله پاک دې زمونږ هم د مور او پلار د داسې خِدمت کولو توفيق نصيب کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام تابعداري
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ واقعه باندې لګ نور غور
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami