Share this link via
Personality Websites!
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه لکه څنګه چې به مور او پلار زمونږ پۀ ماشومتوب کښې زمونږ د ضرورتونو اندازه پخپله لګوله بلکې زمونږ د ضرورتونو څيزونه به يـې د مخکښې نه راکول، اوس چې مور او پلار بوډا والي ته رسيدلي دي، زمونږ حق جوړيږي چې مونږ هم د خپل مور او پلار د وئيلو نه بغير د هغوئي د ټولو حاجتونو او خواهشاتو پوره کولو پوره کوشش کوو۔
د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د جَنَّت ملګرے
حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام يو ځل د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: اے کريم رَبَّه! ما ته زما د جَنَّت ملګرے وښائې۔ الله پاک وفرمائيل: فلانکي ښار ته لاړ شه، هلته فلانکے قصاب ستاسو د جَنَّت ملګرے دے۔ نو موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام هلته د هٰغه قصاب خوا له تشريف يوړلو، (پۀ نا اشنا توب کښې د مسافر او د ميلمستيا پۀ توګه) هغه حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته [د ډوډۍ ] دعوت ورکړو۔ کله چې ډوډۍ خوړلو ته کيناستل نو هغۀ يوه غټه شکرۍ د ځان سره خوا کښې کيښودله، دوه نمړۍ به يـې پۀ هغې کښې اچولې او يوه به يـې پخپله خوړله۔ پۀ دې کښې چا دروازه وډبوله، قصاب پاڅيدو او بهر لاړو۔ موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام چې هٰغه شکرۍ ته وکتل نو پۀ هغې کښې د ډير عمر يو سړے او يوه زنانه وه۔ موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام چې يـې وليدو نو هغوئي مُسکي شول، هغوئي د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د رسالت شهادت (يعنې ګواهي) ورکړه او هم هٰغه وخت وفات شول۔ قصاب چې واپس راغلو او پۀ شکرۍ کښې يـې خپل مور او پلار وفات شوي وليدل نو پۀ معامله باندې پوهه شو او د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام لاسونه يـې ښکل کړل او عرض يـې اوکړو: تاسو د الله پاک نبي حضرت موسیٰ کليمُ الله (عَلَیْهِ السَّلَام) ښکارئ۔ وه يـې فرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami