Share this link via
Personality Websites!
مور او پلار به نوے پيزار اخستو او که نۀ، زمونږ د پاره به د مخکښې نه راتللو۔ آيا مونږ ته به خپل ضرورتونه بيانول وو؟ آيا مونږ به هر څيز غوښتو۔۔۔؟ نا۔۔۔!! مونږ خو به مور او پلار پخپله پوهه کولو چې ځويه! يخني راغلې ده، اوس بوټان اچول دي، ګنې نو ناروغه به شې۔ چې ګرمي به راتلله نو مونږ به يـې پوهه کولو چې ځويه! اوس ګرمي راغلې ده، پۀ دې کښې دا دا اِحتياطونه کول دي۔
غرض دا چې مونږ د خپلو ضرورتونو نه هډو خبر نۀ وو، زمونږ مور او پلار به خپل ارمانونه شاته کړل او زمونږ ضرورتونه به يې پخپله پوره کول، نن هم پۀ يو کور کښې د اوسيدو باوجود مونږ د مور او پلار د ضرورتونو نه خبر نۀ يو۔۔۔؟ اخر ولې۔۔۔؟
قرآنِ کريم وګورئ چې مونږ ته څۀ حُکم راکوي، اِرشاد دے:
وَ اخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ (پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:24)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي د پاره د زړۀ پۀ نرمۍ سره د عاجزۍ وزر خور کړه۔
اِمام فخر الدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آيت د دې حصې معنیٰ بيانوي او فرمائي: دا حُکم ځوي ته کولے شي، معنیٰ دا ده: د خپل مور او پلار پالنه پۀ هٰغه طريقه کوه لکه څنګه چې هغوئي ستا پۀ وړوکوالي کښې ستا کړې وه۔([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami