Share this link via
Personality Websites!
د کور پۀ در او ديوال کښې) اشنا توب محسوس کړو۔([1])
تاسو لږ د ځوي د خپل والِد صاحب سره جذباتي تعلق ته وګورئ چې څومره د کمال تعلق دے، څومره بے مثاله محبت دے، صرف پۀ هواګانو کښې د موجودې خوشبويۍ نه يـې د والِد صاحب راتلل وپيژندل۔
افسوس چې اوس دلته حالات ډير خراب دي * دلته خو مور او پلار پۀ کور کښې موجود وي، د هغوئي سره کيناستل هم نۀ نصيب کيږي * مور جانه ناروغه وي، ځوي ترې هډو خبريږي هم نۀ * ټوله شپه يـې د بابا جان تبه وي، ډير ټوخيږي، ځوي يـې ښه بے غمه اودۀ وي * د مور او پلار بعضې وخت جامې نۀ وي، خواران يوه جوړه بيا بيا وينځي او اغوندي، ځامن ترې هډو خبريږي نۀ * د مور جانې پيزار شليدلے وي، دا به هم مور جانه وائي نو هله به پته لګي، ګنې هډو خبريږي ترې نۀ۔ خطا خو خپله وي خو اوسني ځامن مور او پلار ته غصې کوي۔ تا ما ته ولې وه نۀ وئيل۔۔۔؟ ستاسو پيسو ته ضرورت وو نو زما نه مو ولې وه نۀ غوښتلې۔۔۔؟ تاسو ناروغه وۍ نو زۀ مو ولې نۀ خبرولم۔۔۔؟
وروره۔۔۔! لږ پۀ سړو دماغو سوچ اوکړه! کله چې مونږ واړۀ وو، آيا د يخنۍ د راتلو نه مخکښې به زمونږ جامې نۀ تياريدلې؟ د ګرمۍ د راتلو نه مخکښې به زمونږ د پاره د ګرمۍ سامان نۀ اخستلے کيدو؟ هٰغه وخت چې مونږ ته پته هم نۀ وه چې اختر څۀ ته وائي؟ هٰغه وخت به هم د مور او پلار جامې وروستو جوړيدلې، زمونږ هغه به مخکښې تياريدلې، که
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami