Share this link via
Personality Websites!
کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ لږه موده کښې به د دې اثرات تاسو پخپله پۀ خپلو سترګو ووينئ۔ هٰغه نُسخه څۀ ده؟ پۀ خپل کور کښې د پردې د اِحتياطونو سره (مثلاً د مور او پلار د طرف نه د ترور د لوڼو، د ترۀ د لوڼو نه پۀ پرده کولو) ټول راجمع کړئ او د فيضانِ سُنَّت نه د درس ورکولو عادت جوړ کړئ!
روزانه دَرس ورکوئ! يو وخت مقرر کړئ! هٰغه وخت که څوک پۀ دَرس کښې شرکت کوي او که نۀ کوي، پۀ پابندۍ سره درس ورکوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير زر به د ځان او د کور والؤ پۀ کردار کښې واضحه او مثبت بدلون پۀ نظر راتلل نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
والِد صاحب يـې د خوشبويۍ نه وپيژندلو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د حضرت اِبراهيم او د حضرت اِسماعيل علَيهِما السَّلام تفصيلي واقعه واوريدله۔ پۀ دې واقعه کښې د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ بے مثاله کردار باندې لږ غور اوکړئ! هغوئي پۀ کور کښې نۀ وو، والِد صاحب يعنې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړلو، د هغوئي سره ميلاؤ هم نۀ شو، د لرې نه يـې هم وه نۀ ليدلو، د دې باوجود چې کله هغوئي کور ته راغلو نو صرف پۀ هواګانو کښې د موجودې خوشبويۍ نه يـې وپيژندلو چې نن والِدِ محترم تشريف راوړے وو۔ دا باقاعده پۀ بُخاري شريف کښې د حديثِ پاک الفاظ دي:
فَلَمَّا جَاءَ اِسْمَاعِيلُ كَاَنَّهُ آنَسَ شَيْئًا
کله چې حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام واپس تشريف راوړلو نو هغوئي (پۀ هواګانو، فضاګانو او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami