Share this link via
Personality Websites!
خانې مو (Fill) ډکې کړې؟ ([1])
اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هر کَس له پکار دي چې هغه د ځان سره يوه داسي کاپي کيږدي،چې پۀ هغې کښې پۀ هلاکت کښې د غورځوونکو او نجات ورکوونکو امورو ذِکر شوے وي، ورسره ورسره د ګناهونو او د نيک اعمالو ذِکر هم وي او روزانه دې د دې پۀ مدد سره خپله محاسبه کوي، يعنې د خپلو اعمالو پۀ باره کښې دې غور فِکر کوي۔ ([2]) اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه زمونږ د اسانئ او د نفس او شيطان د دوکې نه د بچ کولو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې پۀ دې طرز باندې مختلفې رسالې جوړې کړې دي د پاره د دې چې مونږ د دې پۀ ذريعه خپله محاسبه اوکړو، دې رسالو له د نيک اعمال نوم ورکړے شوے دے۔
اهمه خبره: شیخِ طریقت، امیرِ اهلسنت دامَت بَرَکاتُہمُ العالِیہ د نيک جوړيدو د پاره يوه بهترينه نسخه د ”نيک اعمال“ رساله عطا کړې دي، د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې د دې رسالې ډکولو په وخت کښې د خپلو اعمالو په باره کښې سوچ او فکر کولو ته جائزہ وئيلے شي۔
الله پاک فرمائيلي دي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍۚ- (پارہ:28 سورۀ الحشر:18)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله نه ويريږئ او هر کَس دې وګوري چې هغۀ د سبا د پاره مخکښې څۀ ليږلي دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami