Share this link via
Personality Websites!
د کعبې شريفې طرف ته زړونه مائله دي
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: * دې ځائے ته د ټول جهان خلق راجمع کيږي * څوک چې يو ځل دغه ځائے ته لاړ شي، هغه بيا بيا تلل غواړي، د لارې د مصيبتونو پروا نۀ کوي * څوک چې د دُنيائي مشغلو نه فارغ شي او پۀ خپل اخري عمر کښې قدم کيږدي نو د الله، الله کولو د پاره کعبې شريفې ته د تللو کوشش کوي * هٰغه انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د کومو پۀ قومونو باندې چې عذاب راغلل ، هغوئي به د خپل قوم د هلاکيدو نه پس عام طور دلته تشريف راوړلو او د اخره پورې به هم دلته تشريف فرما اوسيدل * د هر ځائے نه مسلمانان دې طرف ته مخ کوي او نـمونځ کوي * دغه شان که هر مسلمان هر چرته هم مړ شي، پۀ قبر کښې د هغۀ مخ د کعبې شريفې طرف ته کولے شي۔ لهذا معلومه شوه چې کعبه شريفه مَرجِع خَلَائِق (يعنې عظيمه زيارت ګاه او د خلقو د ګرځيدو ځائے) دے۔ ([1])
علمائے کرام فرمائي: د کعبې شريفې پۀ خاصيتونو کښې يو خاصيت دا هم دے چې د کله نه کعبه شريفه جوړه کړے شوې ده، د هٰغه وخت نه د اوسه پورې د طواف کوونکو نه خالي شوي نۀ ده ، هر وخت اِنسانان، پيريان يا فرښتے د دې طواف کوي۔ د دې پورې چې د حضرت عبد الله بن زُبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلافت پۀ دور کښې هم چې کله حجاج بن
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami