Share this link via
Personality Websites!
حِکمتونه پۀ خپل ځائے خو د اِسلام اصلي مزاج هم دا دے چې اِنسان خپل سوچونه، خپل عقلونه، خپل خواهشات ختم کړي او د خپل رَبّ فرمان ته سر ټيټ کړي۔
دغه شان دا هم د اِسلام د مزاج حصه ده چې اِسلام مونږ ته د بزرګانو سره تړون راښائي۔ يعنې چې اِنسان د خپلو بزرګانو، د الله پاک د نيکانو بندګانو، د نبيانو او د وليانو با اَدبه اوسي، د هغوئي محبت پۀ خپل زړۀ کښې ځائے کړي او د هغوئي سره خپل رُوحاني تعلق مضبوط کړي، دا خبره هم د اِسلام پۀ مزاج کښې شامله ده۔ تاسو وګورئ چې د قرآنِ کريم هم وړومبۍ صفحه ده، هم وړومبے سُورت دے، مونږ يـې روزانه پۀ نـمونځ کښې لولو، الله پاک د صِراطِ مُستَقِيم [يعنې د نيغې لارې] پيژندنه بيان کړې ، اِرشاد دے:
صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ ﴰ(پارہ: 1، سورۀ الفاتحه: 6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هٰغه خلقو پۀ لار چې تا پرې اِحسان کړے دے۔
د دې نه اندازه ولګوئ چې مونږ ته اِسلام د نيکانو خلقو پۀ لاره باندي د تللو د کوم حده پورې دَرس راکوي، د دې پورې چې صفا يـې وفرمائيل چې نيغه لاره هم هٰغه ده کومه چې د نيکانو خلقو لاره ده، کومه چې د دِين د بزرګانو لاره ده، کومه چې د نبيانو او د وليانو لاره ده، د دې نه پۀ لرې کيدو تلونکے بے لارې کيدے خو شي خو هدايت نشي موندلے۔
د اِيمان د ټولو نه مضبوطه رَسۍ
د حضرت براء بن عازب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: يو ځل مونږ پۀ دربارِ رسالت کښې حاضر وو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ نه يوه پوښتنه اوکړه، وه يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami