Share this link via
Personality Websites!
ايپلي کيشن د قربانۍ کولو د پاره د ګائيډ پۀ توګه استعمالولے شۍ * دې نه تاسو د قربانۍ بنيادي تقاضې زده کولے شۍ لکه د قربانۍ نيت، دُعا، طريقه او ډير څۀ * نور د مدني عالمانو معلوماتي ويډيوز او آډيو کلپس اوريدے او کتلے شۍ * او د قربانۍ پۀ باره کښې ويډيوز محفوظ کولے شۍ۔ تاسو هم پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ! د دې نه فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: آيا يوه قُرباني د ټول کور والؤ د طرف نه کافي ده؟
وضاحت: دا يو غلط انداز پۀ بعضې ځايونو کښې موندلے کيږې چي خلق د خپلو خپلو مالونو حِساب خو عام طور نۀ کوي د چي پته ولګي چې پۀ کور کښې څوک څوک صاحب د نصاب دے۔ بيا هم يو څاروے واخستے شي او پۀ ټول خاندان کښې هم يوه قُرباني بعضې وخت کيږي۔ دا غلط انداز دے۔ ياد ساتئ چې قُرباني پۀ هر صاحبِ نصاب باندې بيله بيله واجِب ده۔ مثلاً پۀ يو کور کښې 4 وروڼه دي، څلور واړه صاحبِ نصاب دي، مور او پلار دي، هغوئي هم بيل صاحبِ نصاب دي نو اوس پۀ دې خاندان کښې ټول 10 کسان صاحبِ نصاب شول ، پۀ دې ټولو باندې بيله بيله قُرباني واجِب ده،لهذا دوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami