Share this link via
Personality Websites!
کارونو کښې مشغول وو، بيا کرم وشو، عين د نـمونځ پۀ حالت کښې ستاسو ياد راغلو، ستاسو ياد زۀ د غفلت د خوب نه رابيدار کړم، بيا داسې کمالي سجدې ادا شوې چې مخکښې کومې سجدې پۀ غفلت کښې شوې وې، د هغې کمے هم پوره شو۔۔۔!!
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته د داسې نـمونځ کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شپې کول عبادتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته حکم اوکړے شو چې مقامِ اِبراهيم خپله مُصَلّٰی جوړه کړئ! الله پاک دې توفيق راعطا کړي، ضرور کوشش کول پکار دي چې د مقامِ اِبراهيم شاته ځائے ميلاؤ شي او که ډير نۀ وي نو کم از کم مونږ هم پۀ 2 رکعتونو کولو کښې کامياب شو۔ د طواف چې کوم دوه نفلونه وي، هغه او د هغې نه علاوه هر نـمونځ د مقامِ اِبراهيم شاته ادا کول يعنې داسې ودريدل چې مقامِ اِبراهيم د اِنسان او د کعبې ترمينځه راشي، دا مُستحب دي۔ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څو کرته پۀ دې ځائے کښې ودريدلو او نـمونځ به يـې ادا کولو۔ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې راځي چې هغوئي به پۀ دې ځائے کښې ودريدلو او ټوله ټوله شپه به يـې نـمونځ ادا کولو او روزانه به يـې پۀ يو رکعت کښې د ټول قرآنِ پاک تِلاوت فرمائيلو۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami