Share this link via
Personality Websites!
پاک د هغۀ وجود او پۀ وجود باندې راټوکيدلي ويښتۀ پۀ دوزخ باندې حرام فرمائي۔ ([1])
میں مکّے میں پِھر آ گیا یااِلٰہی! کرم کا ترے شکریہ یااِلٰہی!
نہ کر رَدّ کوئی التجا یااِلٰہی! ہو مَقْبول ہر اِک دُعا یااِلٰہی!([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ آيت مبارک کښې دويمه اهمه خبره د کومې چې مونږ ته حکم راکړے شو، هغه ده: د مقامِ اِبراهيم عظمت۔ الله پاک فرمائي:
وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّىؕ-(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 125)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او (اے مسلمانانو!) تاسو د اِبراهيم د ودريدلو ځائے د نـمانځه مقام جوړ کړئ۔
پۀ بُخاري او مسلم وغيره د حديثِ پاک پۀ معتبرو کتابونو کښې روايت دے چې د آيت مبارک دا حصه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مُوافقت کښې نازله شوې۔ ([3]) حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما لاس ونيولو او يو طرف ته يـې بوتلم، يو ځائے ته چي لاړو نوو يـې فرمائيل: اے عمره! دا مقامِ اِبراهيم دے۔ ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا مونږ دا خپله مُصَلّٰی يعنې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami