Share this link via
Personality Websites!
د اِيماندارو اُمتونو مشترکه عِبادت
د 17 سيپارې، د سورۀ حج، پۀ آيت: 34 کښې الله پاک فرمائي:
وَ لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰى مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِؕ- (پارہ:17،سورۂ حج:34)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هر اُمَّت د پاره مونږه يوه قُرباني مقرره کړه د دې د پاره چې هغوئي پۀ دې خبره باندې د الله نوم ياد کړي چې هغۀ دوئي ته د بے زبانه څاروو نه رزق ورکړو۔
د آيت معنیٰ دا ده چې مخکښې څومره هم اِيماندار اُمتونه تير شوي دي، پۀ هغوئي کښې د هر اُمت د پاره الله پاک يوه قُرباني مقرره کړه د پاره د دې چې د څاروو د ذبح کولو پۀ وخت پۀ هغې باندې د الله پاک نوم واخلي۔ ([1])
اے مسلماں! سُن یہ نکتہ درسِ قرآنی میں ہے عظمتِ اسلام و مُسْلِم صرف قربانی میں ہے
قُرباني د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قُرباني کول د ډير لوئي ثواب کار دے، قُرباني کول د الله پاک د رضا والا کار دے، قُرباني کول الله پاک ته د نزدې کيدو سبب دے، قُرباني کول د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنَّت دي، قُرباني کول د انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي او قُرباني کول د سَيِّد الانبيا، محبوبِ خُدا، احمد مجتبیٰ، يعنې زمونږ د خوږ آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami