Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حَجَّةُ الوَدَاع پۀ موقع باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مِنیٰ شريف کښې 100 اوښان قُرباني کړل۔ پۀ هغې کښې يـې 63 پۀ خپلو لاسونو مبارکو باندې نَحر [يعنې ذبح] کړل، باقي 37 د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حُکم باندې د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نَحر کولو سعادت حاصل کړو۔([1])
د اوښ د حلق په اخِره کښې موجود رګونه پۀ ولاړه ولاړه پۀ نيزه وهلو سره پريکولے شي، دې ته نَحر کول وائي۔([2])
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله اوښان نَحر کول، دا منظر ډير اِيمان تازه کوونکے وو۔ روايت دے چې 5، 5 اوښان به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې پيش کولے کيدل، کله چې به دا اوښان د هغوئي پۀ دربار کښې حاضريدل نو ټولو اوښانو به يو بل له ديکې ورکولې او د يو بل نه به مخکښې کيدل او خپل ځان به يـې دربارِ رسالت ته پيش کولو د پاره د دې چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لاسونو باندې د ټولو نه وړومبے د هغۀ قُربانيدل نصيب شي۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے شان دے۔۔۔!! دلته چې کله څاروے د قُربانۍ د پاره راوستے کيږي نو هغه د ځان خلاصولو او د تښتيدو کوشش کوي، ډير ځل غټ څاروي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami