Share this link via
Personality Websites!
روژې،ولې چې پۀ 10 ذُو الـحِج (يعنې د لوئي اختر) د ورځې روژه نيول جائزه نۀ ده۔([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! کاش چې مونږ هم د نيکو حرص کوونکي جوړ شو، زمونږ خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د عشرۀ ذِي الـحِج روژې نيولې، کاش چې مونږ هم د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې ادا د اِختيارولو د پاره نفل روژې اونيسو، نـمونځونه ادا کړو، عبادت اوکړو چې دغه ګټه په قبر او حشر کښې پکار راځي، باقي هر څۀ خو دلته پاتې کيدل دي، د دې نيکو حِرص زياتول پکار دي، د عشرۀ ذِي الـحِج يوه نيکي 700 چنده زياتولے شي،([2]) ځکه د دې موقعې نه فائده واخلئ او ښه ډيرې نيکۍ اوکړئ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د خپلې رضا والا کارونو کښې د مَصرُوفه کيدو توفيق رانصيب کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
کچھ نیکیاں کما لے، جلد آخرت بنا لے کوئی نہیں بھروسا اے بھائی! زندگی کا([3])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله اوښان ذبح کړل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هجرت د لسم کال واقعه ده، پۀ دې کال څه کم يا زيات يو لاکھ 24 زره صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami