Share this link via
Personality Websites!
* د ترمذي شريف پۀ روايت کښې دي: مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا مِنْ أَيَّامٍ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ أَنْ يُتَعَبَّدَ لَهُ فِيهَا مِنْ عَشْرِ ذِي الحِجَّةِ د عبادت پۀ ورځو کښې الله پاک ته ډيرې محبوبې ورځې د ذِي الـحِج ورمبۍ لس ورځې دي يَعْدِلُ صِيَامُ كُلِّ يَوْمٍ مِّنْهَا بِصِيَامِ سَنَةٍ پۀ دې ورځو کښې يوه ورځ روژه د يو کال د روژو برابر ده وَقِيَامُ كُلِّ لَيْلَةٍ مِّنْهَا بِقِيَامِ لَيْلَةِ القَدْرِ او د دې ورځو د هرې شپې قيام (يعنې ويخ پاتې کيدل او عبادت کول) د شبِ قدر د قيام برابر دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا 10 ورځې ګويا د نيکو سپرلے دے، مونږ له پکار دي چې مونږ دا ورځې غنيمت وګڼو، ښې ډيرې نيکۍ اوکړو، فرض نـمونځونه خو ضرور کول دي * نفلونه هم اوکړو * نفل عبادت اوکړو * تِلاوت اوکړو * ذِکرُ الله اوکړو بلکې حق خو دا دے چې د شپې ويخ پاتې شو او عبادت اوکړو ولې چې د شپې عبادت ډير خوښ عبادت دے۔
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به نفل روژې نيولې
د مسلمانانو مور جانه حضرت حفصه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عشرۀ ذِي الـحِج کښې په پابندۍ سره نفل روژې نيولې۔ ([2])
ياد ساتئ چې د عَشرَۀ ذِي الـحِج د روژو مطلب دے: د ذِي الـحِج د وړومبو 9 ورځو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami