Share this link via
Personality Websites!
د يو قول مطابق پۀ دې آيت کښې د ذِکر شوؤ 10 شپو نه د ذو الـحِج وړومبۍ 10 شپې مراد دي۔([1]) پته ولګيده! چې د ذو الـحِج وړومبۍ 10 شپې ډيرې د فضيلت والا دي چې الله پاک پۀ دې قسم ارشاد فرمائيلے دے۔
پۀ عَشرَۀ ذِي الـحِج کښې د عبادت فضيلت
* د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے څوک چې سلطان المفسرين دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا مِنْ اَيَّامٍ اَلْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا اَحَبُّ اِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْاَيَّامِ يعنې يوه ورځ هم داسې نشته پۀ کومه کښې چې نيک عمل کول د الله پاک پۀ نزد، د دې (يعنې د ذو الـحِج د وړومبو) 10 ورځو نه زيات محبوب وي ۔ ([2])
يعنې که پۀ عامو ورځو کښې نيکي وکړے شي نو هغه هم د الله پاک ډيره خوښه وي، پۀ عامو ورځو کښې نيکي کول هم ډيره د فضيلت خبره ده خو د عامو ورځو پۀ نسبت د عشرۀ ذِي الـحج (يعنې د ذُو الـحج پۀ وړومبو 10 ورځو کښې) نيکي کول الله پاک ته ډير محبوب عمل دے۔
* پۀ يو روايت کښې دي: وَالْعَمَلُ فِيهِنَّ يُضَاعَفُ سَبْعَمِائَةِ ضِعْفٍ پۀ دې 10 ورځو کښې د نيکۍ ثواب 700 چنده زياتولے شي۔([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami