Share this link via
Personality Websites!
د دعوتِ اسلامی د يوې شعبې
تعارف: شعبه اجتماعي قرباني
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامی د عاشقانِ رسول یو عظیم دیني او فلاحي تنظیم دے، د ډیرو شعبو په ذریعه د علمِ دین د ترقئ او د مسلمانانو د فلاح په کارونو کښې وړاندې وړاندې دے۔ په دې شعبو کښې یوه، شعبه اجتماعي قرباني هُم ده۔
د دې شعبې تر لاندې د ټول پاکستان تقریباً د هر ښار په مدني مرکز کښې د اجتماعي قربانیو اهتمام کولے شي۔ دا شعبه وړومبے د اجتماعي قربانۍ بکنګ کوي، بيا د دې شعبې ماهر او تجربه کار اسلامي وروڼه د څاروو منډۍ ته لاړ شي او هلته د څاروو اخیستل د شرعي اصولو مطابق کوي۔ د څاروو * واښه * اوبه * د هغوئي خیال ساتل * د هغوئي د حفاظت انتظام * په قصاب باندې څاروي ذبح کول * د هغې د ذبح کولو او غوښې وړلو وغيره مزدوري طے کول * د شرعي ذبح نه پس د هر څاروي جدا جدا برخې جوړول او د شرعي اصولو مطابق حصّه دارو ته غوښه سپارل * او د اجتماعي قربانۍ نه پاتې شوے رقم حصّه دارو ته رسَوَل وغیره، دا ټول کارونه د دې شعبې په ذمه وارئ کښې شامل دي۔ او تاسو د دې شعبې په ذریعه د خپلې قربانۍ غوښه په غریبانو کښې هُم تقسیمولے شئ۔
اللہ پاک دې دعوتِ اسلامی ته نورې ترقۍ عطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
قُرباني کليکشن موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عِلمِ دِين د فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami