Share this link via
Personality Websites!
سر ټيټووم۔ ([1])
پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دا ووئيل نو فرښتے هم پۀ ژړا شوې او هغوئي د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: مولیٰ! دا ستا نبي دے، پۀ هغوئي کښې يو (ستا د رضا د پاره) پړمخې ملاست دے، بل (ستا د رضا د پاره) ذبح کولو ته تيار دے۔ بيا الله پاک د اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ فديه کښې جنتي ګډ راوليږلو۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې عظيمې قُربانۍ پۀ وخت د دې دواړو د اوچتو مرتبو د نبيانو پۀ حقيقت کښې د زړۀ حالت څۀ وو، د دې خو مونږ ته پته نۀ لګي، نۀ هغې ته رسيدے شو، البته! دا روايتونه د هٰغه حالتونو يوه نظاره راښائي۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله قُرباني کوله او حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام چې کله د قُربانۍ د پاره تيار وو، د هغوئي دواړو پۀ نظر کښې دُنيا نۀ وه، خپله واه واه نۀ وه، خپل مقام، خپله مرتبه، خپل تعريف هيڅ مقصد نۀ وو، د هغوئي زړونه چې لړزيدل نو صرف د يو څيز د پاره، هغه دا چې الله پاک زمونږ نه راضي شي۔ معلومه شوه چې د قُربانۍ چې کومه اصلي فلسفه (Basic philosophy) ده، هغه د الله پاک رضا ده۔ لهذا چې کله هم مونږ قُرباني کوو نو * پۀ زړۀ کښې د اِخلاص جذبه پکار ده * چې لِلّٰهيت وي * زمونږ مقصد خپل تعريفونه نۀ وي * نۀ واه واه وي * نۀ بل ته ښودنه وي * هلته چې د څاروي پۀ مرۍ باندې چاړه راښکلے کيږي او دلته مونږ د الله پاک د رضا د پاره لړزيږو * هُم پۀ زړۀ زړۀ کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami