Share this link via
Personality Websites!
ځويه! څۀ خبره ده؟ پۀ مخ باندې دا پړقا د څۀ ده؟ پۀ وجود دادرپرپے ولې دے؟ اوس د شهزاده جواب لږ واورئ! هغوئي عرض اوکړو: بابا جانه! زۀ چې قربان شم نو د خپل رَبّ پۀ حُضُور کښې به حاضر شم، د دې فاني دُنيا نه به جُدا شم او جَنَّت ته به ورسيږم، الله پاک زما پۀ باره کښې دا حُکم دې د پاره خو ورکړے دے چې هٰغه رَبِّ کريم زما نه راضي دے، بے شکه د رَبّ پۀ نزد چې څومره نعمتونه تيار دي، هغه پۀ دې دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د دې ټولو نه بهتر دي (بس هم د دې خوشحالۍ نه مې مخ پړقيدو)۔ ([1])
عیدِ قرباں جذبۂ ایثار کا اِظْہار ہے یہ اطاعت کا خلیلُ اللہ کی معیار ہے
ہے یہ تسلیم و رضا کی ایک لافانی مِثال جان دینے کے لیے فَرزند بھی تیار ہے
باپ کا حُسْنِ عَمَل، بیٹے کا ذَوقِ اِتِّباع اس مِثالی دَاستاں کا مرکزی کِردار ہے
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو مبارک حالت
پۀ روايتونو کښې دي: کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ځوي د قُربانۍ د پاره سملولو، بيا د هغوئي د سر خوا ته کيناستو، چاړه يـې د هغوئي پۀ مرۍ باندې کيښودله، بيا يـې ووئيل: اے الله پاکه! د هميشه هميشه دپاره هم ستا حمد دے، تا ما ته پۀ بوډا توب کښې ځوي راعطا کړلو، بيا دې د هغۀ پۀ ذريعه دا ازميښت وفرمائيلو، فَاِنْ کَانَ ہٰذَا رِضًا لَکَ فَاُسَلِّمُ لِاَمْرِکَ بس چې ستا رضا پۀ دې کښې ده نو زۀ ستا د رضا د پاره ستا د حکم پۀ وړاندې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami