Share this link via
Personality Websites!
مقصد دے نو بيا معامله ګرانيدے شي۔
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې د زړۀ پۀ خوشحالۍ او خالِص د الله پاک د رضا د پاره قُرباني اوکړه، د هغۀ قُرباني به د هغه د پاره د دوزخ نه حجاب [يعنې رکاوټ] جوړ شي۔([1])
معلومه شوه چې د قُربانۍ کولو پۀ وخت پۀ زړۀ کښې اِخلاص هم ساتل دي، صرف او صرف چې د الله پاک رضا ته نظر کوو او قُربانې کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! برکتونه به مو نصيب کيږي۔
د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام يو مبارک حالت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل شهزاده حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام مِنیٰ ته بوتللو، هغوئي ته يـې خپل خوب بيان کړو، اِرشاد يـې وفرمائيلو:
یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰى فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَا ذَا تَرٰىؕ- (پارہ:23، سورۂ صٰفٰت:102)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ځويه! ما پۀ خوب کښې وليدل چې زۀ تا ذبح کووم۔ اوس تۀ وګوره ستا څۀ رائے ده؟
پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: کله چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دا فرمائيل نو هٰغه وخت د شهزاده مخ روښانه شو، وجود يـې پۀ رپييدو شو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه اوکړه:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami