Share this link via
Personality Websites!
حالت، بس ستاسو د عمل د قبليدو فيصله به د دې زړۀ پۀ حالت باندې کولے شي۔ دا به کتلے شي چې ستاسو پۀ زړۀ کښې تقویٰ وه او که نۀ؟ د الله پاک پۀ نزد چي کوم څيز قبول دے هغه هم دغه د زړۀ تقویٰ ده۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اوس چې مونږ لږ غور اوکړو * کله چې مونږ د څاروي د اخستو د پاره تلي وو نو پۀ زړۀ کښې مو نيت څۀ وو؟ آيا د څاروي د اخستو پۀ وخت مو پۀ زړۀ کښې دا نيت وو چې خلق به څۀ وائي؟ يا دا جذبه وه چې د رَب پۀ نوم باندې به د ښه نه ښه څاروے قُرباني کووم؟ * کله چې مو څاروے محلې ته راوستے وو، خلقو يـې پۀ ليدلو واه واه کړي وو نو هٰغه وخت د زړۀ حالت څۀ وو؟ * کله چې دوستانو او ګاؤنډيانو پوښتنه کړې وه چې څاروے دې پۀ څو واخستو نو هٰغه وخت د زړۀ حالت څۀ وو؟ * کله چې مو د نورو خلقو څاروي وليدل او د خپل او د نورو د څاروي موازنه مو کوله نو هٰغه وخت مو د زړۀ حالت څۀ وو؟ غرض دا چې زمونږ پۀ قُربانۍ کښې غوښه هغه ده کومه چې به مونږه خورو يا به يـې پۀ خلقو تقسيموو، وينه به خاوره وڅښي، څرمن به يوې مدرسې ته پيش کړے شي، يو څيز به باقي پاتې کيږي * زمونږ د زړۀ اِخلاص * زمونږ د زړۀ تقویٰ * زمونږ پۀ زړۀ کښې موجوده د تابعدارۍ جذبه * زمونږ پۀ زړۀ کښې موجود د رَبّ محبت ۔۔۔!! که دا مقدس حالتونه موجود دي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قُرباني قبوله ده، که دا نشته * د اِخلاص پۀ ځائے بل ته ښودل دي * د تقویٰ پۀ ځائے د غوښې حاصلول مقصد دے * د رَبّ د محبت پۀ ځائے د خپلو سخاوتونو اِظهار
[1]... علم القلوب، باب حكم النیۃ فی الاعمال، الایۃ الاولیٰ فمن ذلک قولہ جل ثناؤ...الخ، صفحہ:166 مفصلاً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami