Share this link via
Personality Websites!
نشانی ہے وفا کی اور اِک نعمت ہے قربانی خُدا کے دوست ابراہیم کی سُنّت ہے قربانی
مسلمانو! کبھی قربانی سے پیچھے نہیں ہٹنا وقارِ دِین ہے، اسلام کی شوکت ہے قربانی
الله پاک دې مونږ ته د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره د قُربانۍ کولو توفيق راعطا کړي، څوک چې د قُربانۍ سعادت حاصلوي، الله پاک دې د هغوئي قُربانۍ قبولې کړي، څوک يـې چې نۀ کوي، الله پاک دې هغوئي ته هم توفيق عطا کړي چې هغوئي هم د قُربانۍ سعادت حاصل کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ اخره کښې د قُربانۍ پۀ باره کښې يو څو آداب عرض کوو۔
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَ لَا دِمَآؤُهَا وَ لٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰى مِنْكُمْؕ- (پارہ:17،سورۂ حج:37)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله بارګاه ته بالکل نۀ د دوئي غوښې رسي او نۀ د دوئي وينې، البته ستاسو له طرفه پرهيزګاري د هغۀ بارګاه ته رسي۔
پۀ تفسير صراط الـجنان کښې د دې آيت لاندې دي:چي د جهالت پۀ زمانه کښې به غير مسلمو د خپلو قربانو پۀ وينه باندې د کعبې شريفې ديوالونه ګنده کول او ګڼله به يـې چې د داسې کولو سره به زمونږ د الله پاک قُرب نصيب شي۔ بيا چې کله د اِسلام نُور
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami