Share this link via
Personality Websites!
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم باندې څاروي تقسيمول۔ د حضرت عُقبه بن عامِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: يو ځل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته چيلۍ راعطا کړې او وه يـې فرمائيل چې دا پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم باندې تقسيمې کړه۔۔۔!! نو ما ټولې چيلۍ تقسيمې کړې، يوه چيلۍ پاتې شوه، ما واپس راوسته او حاضر شوم، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دا تۀ واخله! او خپله قُرباني اوکړه۔۔۔!!([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره سخي دے۔۔۔!! کاش چې زمونږ هم دا سعادت نصيب شي، چا له چې رَبِّ کريم وَس ورکړے دے، هغوئي له پکار دي چې څومره کيدے شي چيلۍ، غټ څاروي واخلي او غريبانو له يـې ورکړي بلکې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خو فرمائي چې غريبانو له د څاروي د کټ کولو (يعنې د قصابۍ) فيس هم ورکول پکار دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ادا د ادا کولو او د غريبانو د زړۀ ساتنې ثواب به نصيب کيږي۔
د قُربانۍ پۀ فضيلتونو باندې حديثونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قُرباني کول د الله کريم، رحمان او رحيم حُکم دے، قُرباني کول د رحمتونو والا نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي، ځکه د الله پاک د رضا د پاره، د ذوق او شوق سره، د زړۀ د خوشحالۍ نه قُرباني کوئ! * د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائِشه صِدِٓيقه طيبه، طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: سرکار، عالي وقار، مکي مَدَني
[1]...بخاری، کتاب الاضاحی، باب فی اضحیۃ النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ...الخ، صفحہ:1415، حدیث:5555۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami